IQNA

د فلسطینیو مبلغانود ټولنې مشر

د غزې تړانګې د مظلومانو د مصیبتونو پاي د نړۍ د ټولو روژتیانو  یوه هیله ده

15:03 - March 13, 2024
د خبر لمبر: 3488875
 ایکنا- د فلسطینیو مبلغانو دټولنې مشر ووئيل،له خداوندمتعاله غواړو،چې د روژې مبارکه میاشت د فلسطین دخلکو په تیره بیا دغړې تړانګې د اوسیدونکو او درست عرب اواسلامی امت  لپاره د امن او  امان او بریالیتوب او دخیر او برکت میاشت وګرځوې  او په دغې مبارکې میاشتې کې د غزې د مظلومو  خلکو کړاؤنو هم ختم کړې.

د فلسطینیو مبلغانو د ټولنې مشر سلمان (ابو طارق) السعودي  په هغه ویډیوئي پیغام کې چې د ایکنانیوز لپاره ئې رالیږلی دی ، ووئيل،د روژې دمبارکې میاشتې  په درشل کې له خداوندمتعال څخه غواړو ، چې په غزې تړانګې کې وږي  خلک چې څه دپاسه پنځه میاشتې کیږي،  روژه ئې ساتلې، ماړه کړې  او له ابله پښو  سره مرسته وکړې او له هغو سره چې ترئيدلي دي، امنیت ورته ډالۍ کړې او دهغوي مصیبتونه اوکړاؤنه ختم کړې.

 د فلسطینیو مبلغینو د ټولنې مشر پخپل دغه ویډیوئي پیغام کې وئيلي دي،په غزې تړانګې کې  د مونږ د مظلومو خلکو له ژورو،ټپونو،وینې بهیدا او بوږنونکو وژلو  دوام سره سره ،د هغو جنایتونو په دوام کې چې  پر اسلامی امت راغلي دي ،یعنی په غزې کې د نسل وژنې غمیزه، باید  خپلې  خوشالۍ د رمضان المبارک د میاشتې په رارسیدا سره  اعلان کړو، ځکه  هر ډول هغه خوښي چې  له زړه راپورته کیږي، او  دهغو انجام  واجب دی ،باید  هغه نندارې ته وړاندې کړو.  هغه په دوام کې ووئيل، ډیری عرب او اسلامی هیوادونو  د خدای تعالی په اذن سره، د روژې مبارکه میاشت پیل کړې ده ،مونږ له لوی او مهربان خدایه  غواړو چې  دغه پاکه او مبارکه میاشت د فلسطین د ولس پهتیره د غزې د مظلومو اوسیدونکو  او ددرست عربی اواسلامی امت لپاره د خیر اوبرکت، آرامښت او کامیابۍ  او دامن او امان میاشت وګرځوې.هو! د درست اسلامی  اوعربی امت  لپاره، سره له دې هغه څه چې په غزې تړانګې کې تیریږي ، مونږ تولو ته مبارکي وایو ،او له خداي تعالی غواړو  چې  زړونه سره نزدې کړي او  اختلافات سره ختم کړي او ټول سره متحد او  یوموټی  کړي .  له خداوندمتعال  او لوي پروردګاره چې دغه مبارکه میاشت ئې د مونږ لپاره راډالۍ کړې ده  غواړو چې مونږ زرترزره بریالی کړي،  او  په دغې میاشتې کې  مونږ ته د د مونږ ددښمنانو د ناکامۍ ځیری راکړي. له خدای تعالی  غواړو چې په غزې تړانګې کې دې  وږي مظلومان په خیټه ماړه کړي او  له اوبله پښو  او بې څوکه  خلکو سره دې مرسته وکړي  او  هغو کسانو ته دې چې تریئلي دي ، امنیت ورپه برخه کړي او دهغوي مصیبتونه اوکړاؤنه ختم کړي  او دهغوي کارونه آسان کړي او دهغوي  زړونو ته ارامښت ډالۍ کړي او د خپل رحمت او مهربانۍ سیوری ورباندې وکړي. هماغه کسان چې  له پنځو میاشتو راهسې ئې روژتیان دي ،  او نړۍ ورته توجه نه کوي . له لوي او مهربان خدایه غواړو چې  پر دوي دې خپل رحمتونه وبرکتونه  نازل کړي،  ائ لویه خدایه ! دوي  له هرې خوا او له هر پلوه په خپل حفظ او آمان کې وساته  او د عظمت  په پناه ې ځای ورکړه.

 د فلسطینیو مبلغانو د ټولنې مشر د خپلې دعا په پاي کې  ووئيل،  پر محمد او دهغه  په پاک آل درود اوسلام استوو،  ان شا الله د روژې مبارکه میاشت د فلسطین او دغزې پر مظلومو خلکو او پر درست اسلامی اوعربی امت  بختوره  شي او خداوندمتعال  دې د فلسطین دښمنان  او هغه کسان چې  ورسره مرسته کوي او دهغوي پشتیباني کوي،د خپلو اعمالو سزا ته ورسوې، ځکه  دهغوي خیانت ښکاره شوی او دوي  نه بخښل کیږي،مګر دا چې  د خداوندمتعال په درګاه کې توبه وکړي.

 السلام علیکم و رحمه الله و برکاته

https://iqna.ir/fa/news/4204776

 

captcha